Duration 5:17

په ننګرهار کې د خپلواکۍ د سلمې کلېزې د ښې نمانځې لپاره په بېلابیلو برخو کې چمتوالی روان دي GB

5 091 watched
0
110
Published 17 Aug 2019

په ننګرهار کې له تېرو څو اونیو راهیسې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د نمانځلو لپاره ولایتي مسوولینو هڅې پیل کړي دي. تر ټولو لویه یې هغه یې د خپلواکۍ د ګټوونکي شاه غازي امان الله خان د مزار بیارغونه ده، چې کارونه یې پای ته رسېدو ته نږدې شوي. له دې ور اخوا د څلور لارو جوړل او یو شمېر نور رغنیز کارونه هم روان دي. چارواکي وايي، غواړي سږ کال د تېر سره په توپیر د خپلواکۍ ورځ په خورا شانداره توګه ونمانځي. ځایي خلک هم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې نمانځې ته خوښ دي. دوي وایي، په بېلابیلو دستورو سره به یې په شانداره ډول نمانځه وکړي. د ښار سربیره په ولسوالیو کې هم چمتوالی شته دی. چارواکي وایي د خپلواکۍ تر ورځې به دوام وکړي. دوي له خلکو هم غوښتنه کوي چې د دغه ورځې د ښې نمانځې لپاره دې همکاي وکړي

Category

Show more

Comments - 0